Civil engineering

په نړۍ کې د انجنیري معاصر شاهکارونه

29.04.2010 08:00

د نړۍ د ریکارډونو کتاب ګینس کې انجنیري اړوند  شاهکارونه

GUINNESS BOOK OF WORLD RECORDS
ENGINEERING FEATS

د نړۍ تر ټولو لوی مسجد شریف:

د نړۍ تر ټولو لوی مسجد شریف د شاه الفیصل په نوم یاديږي چې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې موقعیت لري.

د الفیصل مسجد داخلې سالون په یو وخت کې د 35,000 تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لرونکي او د مسجد باندنۍ ساحه په یو وخت کې د 150,000 تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ:

د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ د برج دوبۍ یا برج خلیفه په نامه یاديږي چې  د متحده عربو اماراتو  په دوبۍ کې موقیعت لري.

یاده شوي ودانۍ د 818 متره ارتفاع په درلودولو سره د نړۍ د ترټولو دنګې ودانۍ ريکارډ مات کړیده.

http://civil_engineering.bloguna.tolafghan.com/posts/9627

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو اوږد پل:

د نړۍ تر ټولو اوږد پل دانګهای Donghai Bridge چې 32.5km اوږدوالی لري په چین کې موقعیت لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو لوی لوبغالی  Stadium

د نړۍ تر ټولو لوی لوبغالی مارکانا Maracana Stadium دی چې د برازیل هیواد  د ریودو ژینیرو Rio De Janeiro په ښار کې موقعیت لري.

د مارکانا لوبغالی په یو وخت کې د 199,000 نندارچیانو ظرفیت لرونکی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو پیچلې څولارې

The Most Complex Interchange of The World

نوموړي څولارې چې د لسو ایالتي سړکونو له يوځای کیدو څخه تشکیل شوي ده د امریکا د متحده ایالتو د تکساس ایالت په هوستن ښار Houston ,Texas/USA کې موقعیت لري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‌

د نړۍ تر ټولو لوی قصر  World's Largest Palace

د نړۍ تر ټولو لوی قصر دراکولا د رومانیا هیواد په پلازمینه بخارست کې موقعیت لري.

یادشوی قصر چې د همدی هیواد پارلمان د ودانۍ په ډول ورڅخه ګټه اخیستل کیږي ، 500 څخه ډیري د خوب خونې،55 اشپزخانې او 120 د ناستي خونو درلودنکی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو لوی هوټل World's Biggest Hotel

د نړۍ تر ټولو لوی هوټل ایم.جي.ایم ګرانډ MGM Grand Hotel د امریکا د متحده ایالاتو په لاس ویګاس Las Vegas کې موقعیت لري.

یاد شوي هوټل د 6276 خونو په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو لوی هوټل ریکارډ مات کړی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ تر ټولو ډیر ګرانبیه هوټل

World's Most Expensive Hotel

د نړۍ تر ټولو ډیر ګرانبیه هوټل ،برج العرب هوټل دی چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې موقعیت لري.

یاد شوی هوټل چې د نړۍ د سترو دنګو ودانیو  د لست په لومړنیو کرښو کې قرار لري په نړۍ کې یواځنی د اووه ستورو لرونکی 7star  هوټل بلل کیږي .

په برج العرب هوټل کې د یوې خوني یوه ورځنۍ کرایه د 1000-28000 امریکایي ډالرو په انټروال کې قرار لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړن: خلیل الله مایار/ مقر

احمد ولید نوری 14.09.2011 12:25

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی درب دلوی درباره تاته اوتولو مومنو مسلمانانوته دشه صحت استدعا کوم _ په یقینی دول سره استعدادونه زیات دی خو ستاسی استعداد او حوصله ما ته دیر حیرانونکی دی، ستادنوروبریاوو په هیله
والسلام

احمد زاهد لغمانی 26.04.2011 09:41

سلامونه اونیکی هیلی

ترټولو د پامه لویدلی ودانی چی باید ډیر اهمیت ولری د کابل بلاحصارماڼی ده

بشیراحمد بشیر 19.02.2011 12:17

له هځو مو ډیره مننه خدای د بریالی لره ډیر ښایسته ویبلاګ دی

Eng Tariq Sapi 05.02.2011 10:48

Dear Eng Mayar,
Thanks very much for having fantastic and informative page for professional and unprofessional peoples. As an engineer i can proved that the only technical page ever in Afghanistan in civil engineering. I hope to provide best information in Pashto becouse these feeble poeple need the fist.
Wish you future success.

Thanks,
Eng Tariq Sapi. jalalabad

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.

Civil Engineering Weblog Wall Clock